د ارزاقو امارتي شرکت د درېیو خالي بستونو لپاره مرکه یي(تقریري) آزموینه واخیستل شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۸
M

 د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو او حقوقي سلاکارانو او همدارنګه د یو پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې له ۳۲ کسانو څخه تحریري آزموینه اخیستل شوې وه، چې د یادې آزموینې د پوښتنپاڼو له ارزونې او کتنې وروسته هغه کسان، چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې د مرکه ‌یي (تقريري) آزموینې لپاره راغوښتل شوي وو.

یاده مرکه‌ یي آزموینه وړمه ورځ د شرکت د مالي او اداري چارو رییس، د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس، د آزموینې د کمېټې د غړو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استازي په حضور کې واخیستل شوه.

د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت د معلوماتو له مخې؛ یاده آزموینه د سوداګریزو او حقوقي سلاکارانو د بستونو او همدارنګه د فراه ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه ترسره شوه، چې ۱۸ تنه پکې برخه وال وو.

د کارکوونکو چارو آمریت د مسؤل په وینا، د مرکه‌ یي آزموینې له ارزونې وروسته به د هر بست تر ټولو لوړه نومره ترلاسه کوونکی شخص به په رسمي ډول په دنده وګمارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۵
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د زابل پوهنتون لیلې او د معتادینو روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې، د زابل ولایت پوهنتون لیلیې او د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د هلمند ولایت پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو خدمتونو ته د ژمنتیا او د مسوولیتونو د ترسره کولو په موخه؛ تېره ورځ د هلمند ولایت پوهنتون مسافرو استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all