د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو نوي آمر دنده پیل کړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو آمریت لپاره عبدالوهـاب عزیز د نوي آمر په توګه وټاکل شو او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه.
د نوي آمر د معرفي کولو مراسم وړمه ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو په آمریت کې ترسره شول، چې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیعالله مجروح، د مالي، کارکوونکو چارو او املاکو آمرینو، حقوقي او سوداګریزو چارو سلاکارانو او یو شمېر مدیرانو ګډون پکې کړی و.
د ارزاقو امارتي شرکت د ګمارنې لوی مدیر ښاديګل صاحبزاده وویل چې عبدالوهاب عزیز تر دې وړاندې د آزادې سیالۍ له لارې د شرکت په یوه خالي بست کې ازموینه ورکړې او په ریزرف کې پاتې شوی و.
نوموړی د ارزاقو امارتي شرکت په وړاندیز او د امارتي شرکتونو لوی ریاست له منظورۍ وروسته د کارکوونکو چارو د آمر په توګه وټاکل شو.
صاحبزاده زیاته کړه، چې نوي آمر د لوړو زده کړو په برخه کې دوه لیسانس سندونه او همدارنګه د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند لري. نوموړی همداراز د اداري او مدیریتي چارو په برخه کې کاري تجربه، وړتیا او لازم مهارتونه لري.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت هڅه کوي د آزادې سیالۍ له لارې وړ، مسلکي او متعهد کسان د اړوندو بستونو لپاره جذب او په دندو وګماري.
