د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ارزاقو امارتي شرکت تصرف شوې ځمکه بېرته ترلاسه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۱:۵۴
Ghaz

له یوې اوږدې مودې ځنډ وروسته په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند ۹.۵۱ جریبه ځمکه د مقر ښاروالۍ له‌ خوا تر تصرف لاندې نیول شوې وه، چې بېرته راخلاصه او نوموړي شرکت ته وسپارل شوه.

د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیر قاري عبدالباسط ابوطارق وویل، چې دغه جایداد له څو کلونو راهیسې د مقر ښاروالۍ تر ولکې لاندې و؛ خو تېره ورځ د یو ګډ پلاوي په شتون کې د رسمي اسنادو له مخې؛ بېرته د ارزاقو مدیریت ته وسپارل شو.

نوموړي زیاته کړه، چې د غزني ارزاقو مدیریت رهبري او اداري پلاوي له څو میاشتو راهیسې د یادې ځمکې د بېرته ترلاسه کولو لپاره خپله دعوه تعقیبوله، چې بالاخره د امارتي قضیو ته د رسېدنې ادارې له حقوقي او شرعي پلوه یاده موضوع د ارزاقو امارتي شرکت په ګټه اعلان کړه.

قاري ابوطارق وايي، یاده ځمکه د مقر ولسوالۍ د مرستیال او د عدلیې، مستوفیت، ښاروالۍ، درېیمې پلې لواء او امنیه قومندانۍ استازو په شتون کې په رسمي توګه او د ټولو قانوني او اداري مراحلو تر بشپړېدو وروسته له تصرف څخه را خلاصه او د شرکت واک ته وسپارل شوه.

هغه زیاته کړه، چې د دغې ځمکې ټول مساحت له ۱۸،۰۰۰ متر مربع څخه زیات دی، چې اوس مهال پکې ۳۱ هټۍ، یو د مستریانو سرای او د غلو او دانو یو لوی مارکیټ شتون لري. له دې وړاندې د یادې ځمکې ټول عواید د مقر ښاروالۍ ته ورتلل.

له بلې خوا د ارزاقو امارتي شرکت د جایدادونو مسوولینو دا یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او هیله‌ یې وښوده، چې دا به د شرکت د جایدادونو د زیاتوالي ترڅنګ د عوایدو یوه مهمه سرچینه وګرځي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهم پرمختګ په داسې حال کې رامنځته شوی، چې تېر کال هم د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند یو شمېر جایدادونه په کونړ، کاپیسا او سږ کال په غزني ولایتونو کې له تصرف راخلاص او بېرته د شرکت ملکیت پورې وتړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

۱۳ ډوله خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته انتقال شول

د ارزاقو امارتي شرکت، چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند دی، د خپلو اساسي فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې ۱۳ ډوله خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته انتقال او وسپارل.

د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۶
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د اداري ودانۍ د رغنیزې پروژې له بهیر څخه لیدنه وکړه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوی عبدالرازق رفیع نن د یاد شرکت د اداري ودانۍ د رغنیزې پروژې له چارو څخه له نږدې لیدنه او کتنه وکړه.

ښاغلي رفیع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پکتیا پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ۱۴ قلمه خوراکي توکي د پکتیا پوهنتون مسافرو استادانو ته. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all