دوه د داوطلبۍ (مزایدې) غونډې د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۴
M

 تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت، د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند ملکیتونو د کرایې ورکولو لپاره دوه د داوطلبۍ (مزایدې) غونډې ترسره شوې. په دې غونډو کې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست، د ارزاقو شرکت او د مالیې وزارت استازو شتون درلود.

په دې مزایده کې د نوآباد ده کیپک سیمه کې د ۸ نمبر مغازه په کرایه ورکول او همدارنګه د مرکزي سیلو مخې ته د ۱۰ نمبر مغازې اړوند څلور خونې شاملې وې. د مزایدې بهیر د داوطلبانو په شتون کې په شفاف ډول ترسره شو.

لومړۍ غونډه له غرمې مخکې ترسره شوه، چې پکې د مرکزي سیلو مخې ته د ۱۰ نمبرمغازې اړوند د څلورو خونو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شوې. په دې غونډه کې دوه داوطلبانو برخه اخیستې وه، خو د قانوني نصاب د نه پوره کېدو له امله غونډه بې پایلې اعلان شوه او بل پړاو ته وځنډول شوه.

دویمه غونډه د غرمې وروسته د نوآباد ده کیپک په سیمه کې د ۸ نمبر مغازې د داوطلبۍ په اړه ترسره شوه. په دې غونډه کې څلور داوطلبان حضور درلود ، چې په پایله کې یو تن د الف شاه په نوم د یادې مغازې د مزایدې ګټونکی اعلان شو.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت ملکیتونه د پانګونې او کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ له لارې اعلانېږي، او د داوطلبۍ غونډې یې د شرکت د استازو او داوطلبانو په شتون کې په رڼې یا شفاف ډول ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۴۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت درې نویو کارکوونکو په رسمي ډول خپلې دندې پیل کړې

د ارزاقو امارتي شرکت درې تنه نوي کارکوونکي، چې د آزادې سیالۍ له لارې ګمارل شوي، په رسمي ډول خپلې دندې پیل کړې.

هغه مراسم، چې د نویو کارکوونکو د معرفي او د دندو د پیل په موخه د شرکت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د بادغیس ولایت د پوهاند غنضفر روغتیايي علومو انستیتوت ته ۱۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند دارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د بادغیس ولایت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انیستیتوت ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند دارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ په دې وروستیو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all