ارزاقو امارتي شرکت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د لومړي ځل لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو د پراختیا آمر اسدالله ابراهیمي وویل، چې د شرکت د اکمالاتي خدمتونو په لړۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هم شامل شوی دی. د هغه په وینا، شرکت وړمه ورځ د خپلو امکاناتو او ظرفیتونو پر مټ یاد وزارت ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په بریالیتوب سره ولېږدول.
ابراهیمي زیاته کړه، چې په لېږدول شویو توکو کې ۳۶۶۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۸۴۴۰ لیټره غوړي، ۴۷۰۰ کیلوګرامه بوره، ۱۳۰۰ کیلوګرامه مالګه، ۹۰ کیلوګرامه مساله، ۲۵۰ کیلوګرامه چای او ۷۰۰۰ کیلوګرامه لوبیا شامل دي.
نوموړي دا هم وویل، ارزاقو امارتي شرکت ژمن دی، چې د ټولو امارتي ادارو اړتیاوې د لوړ کیفیت، روڼتیا او پر وخت خدمتونو له لارې پوره او د خپلو چوپړتیاوو او فعالیتونو د لا پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
