ارزاقو امارتي شرکت د کونړ سیدجمال الدین افغاني لیلیې او د بادغیس ولایت خالد بن ولید عالي دارالعلوم ته خوراکي توکي ولېږدول

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۱
Kunar U

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ تېره ورځ د بادغیس ولایت خالد بن ولید عالي دارالعلوم او د کونړ سیدجمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیې او دیني جامعې ته د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.

د یادو ولایتونو د ارزاقو مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ دغه خوراکي توکي د اړوندو ادارو د اړتیا او غوښتنې پر بنسټ برابر او یادو ادارو ته د کتني پلاوي په شتون کې سپارل شوي دي. په دغو لېږدول شویو توکو کې وریجې، لوبیا، غوړي، بوره او یو شمېر نور اړین خوراکي مواد شامل دي.

د کونړ ولایت د ارزاقو مدیر کریم خان کلیوال ویلي دي، چې یاد خوراکي توکي د تلې، لړم او لیندۍ میاشتو د محصلینو د اړتیاوو د پوره کېدو په موخه د سیدجمال‌الدین افغاني پوهنتون د مسوولینو د غوښتنې پر بنسټ لېږدول شوي دي.

بلخوا، د بادغیس ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان یوسفي ویلي، چې د دې ولایت د خالد بن ولید عالي دارالعلوم ته د وچو خوراکي توکو ترڅنګ یو شمېر تازه مېوې او سبزیجات هم لېږدول شوي دي.

د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین وايي، چې د امارتي ادارو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د خوراکي توکو برابرول او لېږدول د دغه شرکت له مهمو خدمتونو او فعالیتونو څخه دي، چې په مناسب وخت او لوړ کیفت ورته خوراکي توکي برابر و لېږدول کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د لوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره د دغه وزارت په کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس بامیان ولایت ته سفر وکړ

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه په بامیان ولایت کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو نوي آمر دنده پیل کړه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو آمریت لپاره عبدالوهـاب عزیز د نوي آمر په توګه وټاکل شو او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه.

د نوي آمر د معرفي کولو. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس بامیان ولایت ته سفر وکړ

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه په بامیان ولایت کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو نوي آمر دنده پیل کړه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو آمریت لپاره عبدالوهـاب عزیز د نوي آمر په توګه وټاکل شو او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه.

د نوي آمر د معرفي کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۱۵
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

‎  د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، تېره ورځ د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۹ قلمه د اړتیا وړ خوراکی توکي ولېږدول. . .