د فراه ولایت د ارزاقو مديريت چارې وستایل شوې؛

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۴۴
F

د تېرو ستاینو په لړ کې؛ د ا ځل د فراه ولايت د ارزاقو مديريت له کړنو او فعاليتونو ستاينه شوې.

د فراه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د ارزاقو لوی مدیر ښاغلي حافظ غوث‌ الدین نصرت او د دې مدیریت مالي او اداري چارو مسوول عبدالجلیل اسلمي ته، چې د یاد ولایت روزنتون لپاره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد چارې پر وخت او په لوړ کیفیت سره ترسره کړی دي، په معنوي ډالیو ستایل شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو ریاست په ستاینلیکونو کې نه یوازې د ارزاقو ولایتي مسوولینو له کړنو ستاینه کړي؛ بلکې د ارزاقو امارتي شرکت د رهبري پلاوي او کارکوونکو هلي ځلي هم ستایلي او د شرکت ټولو کارکوونکو ته د لا زیاتو بریاوو غوښتنه په کې کړې ده .

دا په داسې حال کې ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت چارې په مرکز او ولایتونو کې د بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو له لوري په پرله پسې توګه ستایل کیږي.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

د لغمان ولایت پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د لغمان ولایت د ارزاقو مدير وایي، چې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار او د دې ولایت پوهنتون ته ولېږدول شول.

د لغمان د ارزاقو مدير زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۳۳۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري تېره ورځ بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي واستول شول.د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي یار وایي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د بدخشان پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د بدخشان ولایت د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین وایي، چې اته قلمه خوراکي توکي د کندز ولایت د ارزاقو شرکت له ګدامونو څخه بار او د بدخشان ولایت پوهنتون ته انتقال شول. دوی زیاتوي، چې یاد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all