حقوقي سلاکار
Publish Date
Closing Date
Location
Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan
د دندې عنوان: حقوقي سلاکار
اداره: د ارزاقو امارتي شرکت
بست: 3
د بست شمېره: 1
د بست کوډ: ARZAQ-1404-05
میاشتنی معاش : د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د بست موقعیت: کابل
راپور ورکول: دارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي کمېټې ته
راپور اخیستل: د ارزاقو امارتي شرکت اړوند څانګو څخه
د اعلان نېټه: 01/11/1404
د غوښتنلیک وروستۍ نېټه : 15/11/1404
د دندې د موخې (لنډیز)
د سوداګریزو چارو په برخه کې مسلکي حقوقي مشورې ورکول، د شرکت د اقتصادي فعالیتونو د ښه والي، د عوایدو زیاتوالي، د بازارونو پراختیا او د شرکت د سوداګریزو فعالیتونو د اغېزمنتیا او شفافیت په موخه لازمې مشورې ورکول کول.
د دندې مسؤلیتونه او صلاحیتونه:
• د اړوندې برخې لپاره میاشتنی، ربعوار او کلنی کاري پلان د ریاست د عمومي پلان سره سم ترتیبول او ټاکل شویو موخو ته رسېدل؛
• د هېواد د نافذه قوانینو او د ادارې د پالیسیو سره سم اجرائیوي کمېټې، آمرینو او نورو کارکوونکو ته لیکلې او شفاهي حقوقي سلاوې او مشورې وړاندې کول؛
• د اړوندې ادارې د ټولو قراردادونو حقوقي ارزونه د قوانینو په مطابق ؛
• د ادارې د تدارکاتي پروسو د څارنې او مراقبت په برخه کې اجرائیوي کمېټې ته مسلکي نظریات او وړاندیزونه وړاندې کول؛
• د قراردادونو او سیسټمونو د ښه والي په موخه د اجرائیوي کمېټې په غونډو کې ګډون کول؛
• د اړوندو قوانینو، طرزالعملونو او صادر شویو متحدالمالوباندې بشپړ خبراوی درلودل او تطبیق یې په اړوندو چارو کې ترسره کول؛
• له امارتي ادارو او خصوصي سکتورونو سره په اړوندو موضوعاتوباندې په غونډو کې معلومات وړاندې کول او ډاډ ترلاسه کول، چې ټول حقوقي اړخونه په پرېکړو کې په پام کې نیول شوي دي؛
• د داوطلبۍ د سندونو د تعدیلاتو، اصلاحاتو او ضمایمو څېړنه؛
• د قوانینو او د پروتوکول د مسودو حقوقي مطالعه او د قرارداد له عقد مخکې د نظریاتو وړاندې کول؛
• د هغو قوانینو او پالیسیو د تعدیلاتو څخه خبراوی، چې د شرکت له فعالیتونو سره تړاو ولري؛
• د پالیسیو، تقنيني سندونو او نورو اړوندو موضوعاتو په برخه کې له امارتي ادارو سره بشپړه همغږي او اړیکه ساتل؛
• نورې هغه دندې اجرا کول، چې د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د موخو سره سم د مقاماتو له لوري سپارل کېږي.
زده کړه، تجربه او اړینې وړتیاوې:
د زده کړې درجه:
• لږ تر لږه د ماسټرۍ سند په لاندې برخو کې: اقتصاد، حقوق، پالیسي او عامه ادار، اداره او تجارت او یا نورو اړوندو برخو کې؛
• د اړوندې دندې لپاره د دوکتورا سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه:
• لږ تر لږه له پنځو څخه تر لسو کلونو پورې اړونده کاري تجربه درلودل؛
• د سوداګرۍ، بازارموندنې، سوداګریزو قراردادونو او اقتصادي شننې باندې بشپړه پوهه درلودل؛
• د راپور جوړونې، مذاکراتو او رسمي اړیکو باندې قوي مهارتونه درلودل.
نورې وړتیاوې:
• په ملي ژبو (پښتو او دري) باندې د وینا او لیکنې بشپړ مهارت درلودل او په انګلیسي ژبې باندې ښه بلدتیا درلودل؛
• د کمپیوټري پروګرامونو لکه Word، Excel، PowerPoint، Outlook، Windows او د انټرنېټ اړوند پروګرامونو باندې مهارت درلودل؛
• د هېواد د نافذه قوانینو باندې پوهاوی (د کار قانون، د دولتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت په اساسنامه او نورو باندې)؛
• له امارتي او غیر امارتي ادارو سره د مسلکي اړیکو د ټینګولو وړتیا درلودل.
د نوماندۍ لارښوونې:
• هغه کسان، چې شرایط پوره کوي، کولای شي د خپلې تذکرې رنګه سکن کاپي، خلص سوانح (CV) او تایید شوي تحصیلي اسناد (ډیپلوم/ترانسکرېپټ) د دندې د عنوان او د بست کوډ په ذکر کولو سره د برښنالیک د موضوع (Subject) په برخه کې، د کارکوونکو چارو آمریت برښنالیک ته hr@arzaq.gov.af تر ۱۵/۱۱/۱۴۰۴ نیټې پورې واستوي واستوي:
• له غیر ضروري اسنادو د لېږلو څخه ډډه وشي؛
• ټول اسناد باید د PDF په بڼه، په یو لنډ فایل کې د متقاضي په نوم واستول شي؛
• د بست عنوان باید حتماً د برښنالیک په موضوع کې ذکر شي؛
• یادونه: یوازې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه ونیول شي، چې شارټ لېسټ شوي وي؛
• د نورو معلوماتو لپاره کولای شئ د کارکوونکو چارو آمریت سره د لاندې شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ:
020-2500043