د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د غزني ښځینه معتادینو شل بستریز روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۴۶
Gh

د غزني ولایت د ارزاقو امارتي شرکت مدیر ښاغلی قاري عبدالباسط ابوطارق وايي، چې وړمه ورځ د(YHDO) موسسې د ښځینه معتادینو شل بستریز روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولیږدول.

نوموړی زیاته وي، چې په یادو خوراکي توکو کې ٢٨٠ کیلو ګرامه وریځې، ۱۰۸ لېټره مایع غوړي،۷۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۷ کیلو ګرامه شیدې،۱۰ کیلو ګرامه شین چای، ۴۰ کیلو ګرامه رُب، ۳۸ کیلو ګرامه بوره او ۲۲ کیلو ګرامه مالګه شامل دي.

د غزني ولایت د ارزاقو مدیر همداراز څرګندوي، چې یاد خوراکي توکي د روغتون اړوند مسوول په شتون کې تسلیم شول.

ابوطارق وویل، چې د ښځینه معتادینو شل بستریز روغتون مسوول د ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د لېږد پروسې او همداراز د توکو د کمیت او کیفیت په اړه خوښي او رضایت څرګند کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په څېر ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو له مخې د هېواد ګڼو روغتونونو ته د خوراکي توکو د بیا ځلې لېږد چارې پیل کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

په ارزاقو امارتي شرکت کې دوه تنه کارکوونکي وګمارل شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په دوو خالي پنځم بستونو کې دوه تنه وړ او مسلکي کارکوونکي وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې.

هغه مراسم، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

د ارزاقو او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو.

دغه ۲۳ ماده ئیز. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all