د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۳۲
L

د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمد نعیم حبیبي په رالیږلي خبر کې ویلي، چې وړمه ورځ د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د هغه په وینا؛ د لوګر پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته ۶ قلمه خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې وسپارل شول.

حبیبي زیاته کړې، په لېږدول شوو توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، مالګه، بوره، رُب، چای، زیره، د دیګ مساله او نور لومړني د اړتیا وړ مواد شامل دي.

نوموړي وايي، چې د خوراکي توکو د لېږد او څارنې بهیر د دې ادارې له لوري په دوامداره توګه ترسره کېږي.

د ویلو ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام؛ د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمد نعیم حبیبي په رالیږلي خبر کې ویلي، چې وړمه ورځ د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح کوله.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د مرکه یي آزموینې بهیر ترسره شو

د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي دفتر د دوو څلورم بستونو او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه. د یادې آزموینې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all