د مالي خطرونو د  څېړنې مدیر

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۳:۴۹
J

Publish Date

Closing Date

Location

پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

د دندې عنوان : د مالي خطرونو د  څېړنې مدیر

اداره:  ارزاقو امارتي شرکت
بست: ۵
د بست شمېر: ۱
د بست کوډ: ARZAQ-1404-91
میاشتنی معاش:  د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د بست ځای:  کابل
راپور ورکول: د ارزاقو امارتي شرکت مالي آمریت ته
راپور اخیستل:  د بست تر اثر لاندې کارکوونکو څخه
د بست د اعلان نېټه :  ۱۸/۹/۱۴۰۴
د غوښتنلیک د سپارلو ورستۍ نېټه:  ۷/۱۰/۱۴۰۴


د دندې د موخې (لنډیز)

د شرکت د شتمنیو او پانګې ساتنه او د شرکت د مالي چارو ثبات تضمینول، د شرکت احتمالي مالي خطرونو د پېژندلو، څېړنې، ارزونې او کمولو  لارې چارې.


وظیفوي مسؤلیتونه او صلاحیتونه:

  • د ادارې د کاري پلان سره سم اونیز، میاشتنی، ربعوار او کلنی کاري پلان ترتیبول او د هغې د تطبیق څارنه.
  • د احتمالي مالي خطرونو پېژندنه او ارزونه، لکه د بازار، اعتباري، نقدیني خطرونه او د مقرراتو او قوانینو د رعایت خطرونه.
  • د خطرونو بشپړه ارزونه، د خطر د احتمالي اغېزو څېړنه، د کمي او کیفي تخنیکونو کارول او د شرکت د بېلابېلو برخو لپاره  د څرګند یا واضح خطر انځور جوړول.
  • د مالي آمریت او نورو اړوندو برخو سره همکاري، څو د خطر مدیریت د شرکت له موخو سره برابر شي.
  • د مالي خطرونو د کمولو لپاره د مناسب اقداماتو ترسره کول.
  • له کاري دندې ډاډ ترلاسه کول، چې د شرکت موخې، مالي مقررات، داخلي طرزالعملونه او د خطر مدیریت چوکاټ سره په بشپړ ډول مطابقت ولري.
  • د خطرونو واضح راپورونه چمتو کول، مالي آمریت ته وړاندې کول او اړوندو مسؤلینو ته مهمې پېښې روښانه کول.
  • د متقابل همکاریو له ټیمونو سره کار کول (لکه مالي، عملیاتي او قانوني څانګې)، د هغوی د خطر منلو وړتیا پېژندل او د خطر مدیریت ستراتیژیو پلي کول.
  • هغه دندې ترسره کول، چې د ادارې له مقرراتو او قوانینو سره سم مسؤلینو لخوا ورسپارل کېږي.

زده کړې، تجربې او مهارتونه:

د تحصیل درجه:

  • لږ تر لږه د لیسانس سند؛ په اقتصاد، سوداګریز مدیریت، عامه پالیسي، عامه اداره یا نورو اړوندو برخو کې؛ د ماسټر سند لرونکو ته  لومړیتوب ورکول کیږي.

د تجربې اړتیا:

  • لږ تر لږه ۱ تر ۲ کالونو پورې د دندې مطابق کاري تجربه د لیسانس سند لرونکو لپاره.

اړین مهارتونه:

  • په پښتو او دري ژبو کې د لیک او وینا بشپړ مهارت درلودل او په انګلیسي ژبې باندې ښه بلدتیا درلودل.
  • په کمپیوټري پروګرامونو لکه(Word، Excel، PowerPoint، Outlook،QuickBooks  ) او نور اړوند پروګرامونو کې مهارت درلودل.
  • د مالي خطرونو په مدیریت کې مهارت در لودل.
  • د نافذه قوانینو لکه: د کار قانون، د امارتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نورو اړوند مقرراتو په اړه پوهاوی درلودل.
  • د دولتي او غیر دولتي ادارو سره د مسلکي اړیکو د ټینګولو وړتیا درلودل.
  • د افهام او تفهیم وړتیا لرل.

د نوماندۍ لارښوونې:

  • مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سی‌وي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۷/۱۰/۱۴۰۴ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
    jobs@arzaq.gov.af
  • یادونهیواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کېږي، چې شارټ‌ لیست شي.

د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ.  020-2500043 

Related VacanciesShow all

Back to vacancies