د پروان ولایت د ارزاقو لوی مدیر د نجونو روزنتون څخه څارنه وکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۶
P

د پروان ولایت د ارزاقو لوی مدیر نورالدین مقتصد وایي، چې وړمه ورځ یې د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د نجونو له روزنتون څخه څارنه او ارزونه وکړه. دا څارنه په داسې مهال ترسره شوه، چې د روزنتون زده‌کوونکو ته د غرمې خواړه برابر شوي وو او د وېش لړۍ یې روانه وه.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې بهیر کې د پروژو د تطبیق کارکوونکی احمدمنصور عمر هم ورسره ملګری و.

ښاغلي مقتصد وویل، د یادې څارنې پر مهال د پخو شوو خواړو د وېش بهیر وڅېړل شو او تر څنګ یې د خواړو کیفیت او د پخلنځي د چاپېریال پاکوالی هم له نږدې وارزول شو.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې یاد روزنتون ته د خوراکي توکو برابرول په منظم ډول دوام لري او د روزنتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو خوښ او رضایت څرګندوي.

د مقتصد د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د پروان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د نجونو په روزنتون کې ۷۵ تنه بې‌سرپرستې او یتیمې نجونې تر روزنې لاندې دي، چې د هغوی لپاره د خواړو چمتو کول او برابرول د ارزاقو امارتي شرکت له خوا ترسره کېږي.

هېره دې نه وي، چې په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د برابرولو او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت له خوا په دوامداره توګه ترسره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د تیر کال مهمې لاسته راوړنې؛

ارزاقو امارتي شرکت تېر کال له څلورو وزارتونو( لوړو زده کړو، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا) سره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد قراردادونه ترسره کړي، چې ټولیز ارزښت یې ۱.۸ م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۳۸
Background image

یولس قلمه خوراکي توکي د پنجشیر پوهنتون ليليې ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو پلانونو او د روان مالي کال د منظور شوي پلان له مخې؛ د تېرې اوونۍ په وروستیو کې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۲۹
Background image

یولس قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د عامې روغتیا امبولانس آمریت ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو فعالیتونو، سوداګریز پلان  او د ۱۴۰۴ مالي کال د تائید شوي پلان له مخې؛ یولس قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست د امبولانس آمریت ته لېږدول شوي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all