د پروان ولایت د ارزاقو مدیریت کړنې وستایل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۲:۱۹
office

په پروان ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریت کړنې وستایل شوې.یاد شرکت د پروان ولایت د عامې روغتیا وزارت اړوند د معتادینو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته اړین خوراکي توکي په مناسب وخت او د ښه کیفیت په لرلو سره رسولي دي.

په همدې توګه د عامې روغتیا وزارت له خوا د پروان ولایت د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي لوی مدیر  ښاغلی نورالدین قرلق او د مالي او اداري مدیر ښاغلی احمد جمشید ابراهیم‌خېل ته ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.

په دغو ستاینلیکونو کې د یادو مدیرانو هڅې او خدمتونه د قدر وړ بلل شوي او همداراز د ارزاقو امارتي شرکت د پروان ولایتي مدیریت لپاره د لا زیاتو بریاوو هیله څرګند شوې ده.

هېره دې نه وي، چې څو ورځې وړاندې هم په فراه ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریت کړنې وستایل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۷
Background image

 د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه مخ پر وده دي

د نشراتو مدیریت

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو اغېزمنو او پراخو خدمتونو له لارې توانېدلی، چې دولتي او غیردولتي ادارو ته اړین خوراکي توکي پر وخت او په لوړ کیفیت ورسوي. سږکال د دې شرکت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۹
Background image

په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پر ځمکه د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې روانې دي

په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند جایداد باندې د یوې سوداګریزې پروژې د تطبیق چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دغه پروژه د مشارکتي قرارداد له مخې؛ یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

 د کونړ سید جمال الدین پوهنتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کونړ د ارزاقو مدیر کریم خان کلیوال وویل، چې د تیرې ورځ یې د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لیږدولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all