د پکتیکا ولایت د ارزاقو مالي، اداري او املاکو مدیریت

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۷
J

Publish Date

Closing Date

Location

پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

د دندې عنوان:  د پکتیکا ولایت د ارزاقو مالي، اداري او املاکو مدیریت

اداره: د ارزاقو امارتي شرکت
بست:  پنځم
د بست شمېر: 1
د بست کود: ARZAQ-1404-222
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د کار ځای:  د پکتیکا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت
راپور وړاندې کول:  د اړوند ولایت مدیریت ته
د اعلان نېټه: ۱۸/۹/۱۴۰۴
د غوښتنلیک د سپارلو ورستۍ نیټه:  ۷/۱۰/۱۴۰۴


د دندې موخه (لنډیز)

د ارزقو امارتي شرکت په نمایندگۍکې د املاکي، اداري او مالي چارو تطبیق، تعقیب، همغږي او تنظیم


صلاحیت او مسؤلیتونه:

تخصصي دندې:

  1. د ټولې عایداتي سرچینو (اساسي او غیر اساسي) څخه د ارقامو او جدولونو ترلاسه کول او مرکز ته یې لېږل.
  2. د مالي، اداري او املاکي چارو تعقیبول او د حسابي دورې مراحل طی کول.
  3. د شرکت د جایدادونو څخه په نمایندگۍ کې د پانګونې او عوایدو ګټوره استفاده کول.
  4. د مالي، اداري او املاکي اسنادونو ترتیبول، ترڅو دقیقه احصائیه  رامنځته شي.
  5. د نافذه قوانینو مطابق د اعلانونو خپرول او د مزایده غونډې جوړول، آفرونه ارزول او د کرایه ورکولو اسنادونه د مرکز سره په همغږۍ توګه طی مراحل کول.
  6. د جایدادونو قراردادونه ترتیبول او د مرکز اړوند څانګو سره شریکول.
  7. د جایدادونو ساتنه، مراقبت او سالمه استفاده او د قرارداد په پیل کې د جایدادونو ثبتول.
  8. د جایدادونو عواید د قراردادونو سره سم ټولول او د شرکت په حسابونو کې یې په وخت جمع کول.
  9. د جایدادونو قراردادونو پیل او پای ته رسول او د جایدادونو د سوداګریزو موقعیت درجه بندي لپاره د پانګونې هڅې ترسره کول.
  10. د توکو د تولید او د روغتیا تضمین او د قراردادونو سره سم اړوندې اداري ته سپارل.

 

مدیریتي دندې:

  1. د هرې میاشتې، ربعې او کلني پلان ترتیبول او د ادارې د پلان سره سم پرمخ وړل.
  2. د کارکوونکو حاضري، معاشونه او د هغوی حقوق تنظیمول او راپور یې هره میاشت مرکز ته لېږل.
  3. د شرکت جایدادونو سره اړوند قوانین او مقررات پلي کول، ترڅو په پروسې کې شفافیت رامنځته شي.
  4. د لوی  (عمومي)مدیریت لخوا د تایید شوو اجراآتو راپور ترتیبول او مرکز ته یې سپارل.
  5. نورې هغه دندې، چې د لوی مدیریت  یا د لوړپوړو مقاماتو لخوا د قوانینو، مقرراتو او اهدافو سره سم ورکول کیږي ترسره کول.

د همغږۍ دندې:

  1. د شرکت د مالي آمریت سره د احتمالي مالي خطراتو د رفع کولو لپاره همغږي.
  2. د اړونده څانګو سره د ښه همغږي کول، چې په  چارو کې کوټلي پرمختګونه رامنځته شي.

زده کړې، تجربې او مهارتونه:

تحصیلي کچه:

  • لږ تر لږه د لیسانس سند لرونکو لپاره د اقتصاد، اداره، سوداګرۍ، عامه پالیسي، عامه اداره، حقوق او سیاسي علوم  او یا د پست اړوند نورو برخو کې.
  • د ماسټرۍ سندلرونکو ته د پست لپاره ترجیح ورکول کیږي.

تجربې:

  • لږ تر لږه یو تر دوه کاله د اړوند دندې سره تړاو لرونکې تجربه د لیسانس لپاره.

نور مهارتونه (کورسونه او روزنیزې پروګرامونه):

  • یو له ملي ژبو (پښتو او دري) څخه بشپړ لوست او د لیکني مهارت درلودل او همدارنګه د انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.
  • د کمپیوټر په پروګرامونو کې(MS Office, Outlookمهارت درلودل او نور اړوند کمپیوټر او انټرنیټ پروګرامونه.
  •  اداري، حسابداري او مدیریتي مهارتونه درلودل.
  • د هیواد نافذه قوانینو په اړه بشپړ معلومات درلودل، لکه (د کار قانون، د امارتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نور).
  • د دولتي او غیر دولتي ادارو سره مسلکي اړیکې ټینګولو وړتیا لرل.
  • د افهام او تفهیم وړتیا درلودل.

د نوماندۍ لارښود:

  • مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سی‌وي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۷/۱۰/۱۴۰۴ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
    jobs@arzaq.gov.af
  • یادونهیواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه ونیول شي، چې د شارټ‌لیست ځانګړتیاوې پوره کړې وي.

د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ.  020-2500043 

 

Documents

Link File

Related VacanciesShow all

Back to vacancies