د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، تېره ورځ د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۹ قلمه د اړتیا وړ خوراکی توکي ولېږدول.
د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر کلیم الله ابراهیمي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې یاد خوراکي توکي دکتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کی ۶۶۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۶۸ کیلوګرامه لوبیا، ۳۳۷ کیلوګرامه مایع غوړي، ۱۵ کیلوګرامه نخود، ۱۱۲ کیلوګرامه بوره، ۶ کیلوګرامه شین چای،۴۰ کیلوګرامه د خوړو مالګه او یو کیلوګرامه د چای هیل شامل دي.
ابراهیمي زیاته کړې، چې سبزي، مېوه، وچه ډوډۍ او غوښه په ورځنۍ ډول د یاد پوهنتون د استادانو لیلیې ته لېږدول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
