د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته د اړتیا وړ لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ په دې وروستیو کې د کابل د علوم طبي پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اړتیا وړ ۱۰ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولین وایي، چې په دغو خوراکي توکو کې ۲۲۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۹۰۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۲۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۰۰ کیلوګرامه دال نخود، ۴۵۰ کیلوګرامه بوره، ۱۳۵ کیلوګرامه مالګه، ۵۰ کیلوګرامه شین چای، ۸۱ کیلوګرامه د بانجان رومیو رُب، ۱۵ کیلوګرامه د دیګ مساله او ۴۵۰ کیلوګرامه وچې شیدې شاملې دي.
د هغوی په وینا، یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د یاد روغتون اړوند مسوول ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د ترسره شوو قراردادونو پر بنسټ، د هېواد د پوهنتونونو لیلیو، روزنتونونو، روغتونونو او یو شمېر نورو دولتي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم ډول او په مناسب وخت لېږدوي.
