د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو پلانونو او د ۱۴۰۴ مالي کال د تائید شوي پلان له مخې؛ لس قلمه خوراکي توکي د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې ته ولېږدول شول.
د کاپیسا ولایت د ارزاقو لوی مدیر قاري فریدون مصلح وایي، چې یاد خوراکي توکي وړمه ورځ د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د البیروني پوهنتون لیلیې ته لېږدول شوي دي.
نوموړی زیاتوي؛ چې په یادو خوراکي توکو کې۴۸۰۰ کیلوګرامه وریجې،۱۴۸۵ کیلوګرامه غوړي،۳۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۳۵۰ کیلوګرامه بوره،۳۰۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه،۱۴۸ کیلوګرامه رُب ، ۱۵ کیلوګرامه د دیګ مصاله، ۷ کیلوګرامه زرد چوبه، ۱۰ کیلوګرامه زیره او یو کیلوګرام د چای هیل شامل دي.
مصلح زیاته کړه، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لوریو د کتنې پلاوو په حضور کې د البیروني پوهنتون لیلیې اړوند مسوول ته تسلیم شول.
هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام؛ د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو ادارو سره د شویو قراردادونو له مخې، خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.