لید لوري او زمونږ ماموریت؛

د ارزاقو امارتي شرکت د لاندې موخو د لاسته راوړلو په موخه فعالیت کوي:

 

  • د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو د راټولولو، وارداتو، ذخیره کولو او پلورلو خدمتونو وده او پراختیا د ګټورتیا، اغېزمنتیا او مصونیت پر بنسټ.
  • د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو د چمتو کولو، ذخیره کولو او عرضه کولو معياري خدمتونو ترسره کول د ټولنې اړتیاوو او بازار غوښتنې ته په کتو.
  • د شرکت د ګډون لپاره زمینه برابرول، ترڅو د ملي پرمختګ موخې، اقتصادي وده، ټولنیزه پراختیا او د کار فرصتونه رامنځته شي.
  • په شرکت کې د خصوصي پانګونې د جذب زمینه برابرول.
  •  ګټه اخیستل او د شرکت مالي بنسټ پیاوړتیا.
  •  

د شرکت لید (Vision)

د دولتي او غیر دولتي ادارو لپاره د غذایي موادو د تأمین یوازنۍ، معتبره او خوندي مرجع

 

زمونږ ماموریت: (Mission)

د ارزاقو دولتي شرکت دولتي ادارو، غیر دولتي ادارو او د ټولني مختلفو قشرونو ته د غذایي توکو د بهترینو، پر وخت، مؤثرو او خوندي خدماتو وړاندې کوونکی شرکت دی او په هر وخت کې یې یاده برخه کې ارزښتمن خدمات په مختلفو ډولونو وړاندې کړي. همدارنګه دولتي ادارې د لمړنیو غذایي موادو د تهیه کولو په برخه کې له څو لاسۍ خلاص او د ارزاقو دولتي شرکت دنده لري چې د ټولو ادارو او نهادونو اړتیاوې د احصایې له را ټولولو وروسته د غذایي موادو په برابرولو، تورید او زیرمه کولو له لارې پوره کړي. په معلوم او لازم وخت کې د ثابتو او استراتیژیکو زیرمو په موجودیت کې بازار ته د غذایي موادو په وړاندې کولو د قیمتونو لوړیدل کنټرول او همدارنګه دولتي کارمندانو ته د لمړنیو غذایي توکو په وېشلو سره کولای شي بازار ته د مراجعه کوونکو خلکو د پام وړ شمېر تمویل کړي چې د قیمتونو د ثابت پاتې کیدو ستر لامل کیدای شي.

 

پېرودونکي: Customers

د ارزاقو دولتي شرکت اوسمهال د خپل سوداګریز پلان مطابق لاندې پېرودونکو ته خدمات وړاندي کوي.

  • د غذایي موادو مصرفوونکي دولتي ادارې
  • غیر دولتي ادارې چې د غذایي توکو په برخه کې فعالیت لري
  • د هیواد آزاد بازارونه
  • د غذایي توکو خصوصي شرکتونه
  • د ټولنې مختلف قشرونه

محصولات/خدمات:

  • وریجي، غوړي، حبوبات، اوړه، غنم او نور غذایي توکي
  • په مناسب قیمت د باکیفیته غذایي موادو وېش
  • په ټول هیواد کې د پېرودونکي په غوښتنه غذایي توکو ته لاس‌رسی
  • د بازار د قیمتونو د ثابت ساتلو په موخه د غنمو پېرل او د منځنۍ آسیا څخه واردول