د فراه ولایت د ارزاقو امارتي شرکت عمومی مدیریت دداوطلبۍ/مزایده اعلان؛

Publish Date
Closing Date
د مخکني اعلان پر اساس د فراه ولایت د ارزاقو امارتي شرکت عمومی مدیریت په پام کې لري، چې د خپل جایداد یو باب پخوانی زیرمتون (ګدام) چې د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.
په دې توګه هغه راجستر شوي شرکتونه او په شرایطو وړ کسان چې پورتني جایداد ته اړتیا ولري، خپل غوښتنلیکونه د دې اعلان له نشر څخه تر ۱۴ ورځو پورې د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې د ارزاقو لوی مدیریت؛ مالي، اداري او املامو مدیریت ته وسپاري او په مزایده/ داوطلبۍ کې د ګډون لپاره په ټاکلې ورځ حاضر واوسي.
شرطپاڼه به د قیمت په بدل کې ورکول کیږي او بېرته نه ګرځول کېږي. کتونکی کولای شي تضمین نغداً ترلاسه کړي.