د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه وکړه؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۳۱
Balkh

د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلی محمدکاظم مهدي يار وايي، چې وړمه ورځ یې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه وکړه، چې د دې څارنې پر مهال د روزنتون مسوولین هم شتون درلود.

مهدي یار ډاډ څرګندکړ، چې د روزنتون د لیلیې لپاره د خوراکي توکو برابرول او چمتو کول په ښه او منظم ډول ترسره کیږي او د یاد روزنتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له پروژوي چارو خوښ او رضایت لري.

هغه همداراز زیاته کړه، چې دغه شان څارنه د خدماتو د کیفیت په ښه والي او د خوراکي توکو د تمویلونکي شرکت د فعالیتونو په لوړوالي کې مهم او اغېزناک رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د برابرولو او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت له خوا په دوامداره توګه ترسره کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

د لغمان ولایت پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د لغمان ولایت د ارزاقو مدير وایي، چې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار او د دې ولایت پوهنتون ته ولېږدول شول.

د لغمان د ارزاقو مدير زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۳۳۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري تېره ورځ بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي واستول شول.د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي یار وایي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د بدخشان پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د بدخشان ولایت د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین وایي، چې اته قلمه خوراکي توکي د کندز ولایت د ارزاقو شرکت له ګدامونو څخه بار او د بدخشان ولایت پوهنتون ته انتقال شول. دوی زیاتوي، چې یاد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all