د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

د کاپیسا ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلي قاري فریدون مصلح په یوه رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د البیروني پوهنتون لیلیې ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په یادو خوراکي توکو کې۴۵۶۰ کیلوګرامه وریجې،۱۰۸۰ کیلوګرامه غوړي،۴۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۶۰۰ کیلوګرامه بوره،۳۰۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه،۱۴۰ کیلوګرامه رُب، ۳۵ کیلوګرامه شین چای، ۲۰ کیلوګرامه شیرنخود،۲۰ کیلوګرامه د دیګ مصاله او یو کیلوګرامه د چای هیل شامل دي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لوري د کتنې پلاوو په شتون کې د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون د لیلیي اړوند مسوول ته تسلیم شول.
همداراز د البیروني پوهنتون اداري پلاوي د ارزاقو امارتي شرکت له خدماتو خوښي ښودلې او د یادو خوراکي توکو له کمیت او کیفیت څخه یې رضایت څرګند کړی دی.
هېره دې نه وي، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام د هېواد د پوهنتونونو لیلیو ته د خوراکي توکو لېږد په منظم ډول ترسره کوي.