د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر د هلکانو له روزنتون څخه څارنه وکړه

د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیرمحمدکاظم مهدی یار وایي، چې وړمه ورځ یې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د هلکانو له روزنتون څخه څارنه او ارزونه ترسره کړې ده. نوموړی وایي، چې د دې څارنې موخه په دغه مرکز کې د خواړو د پخلي او ویش بهیر ارزونه وه.
مهدی یار وویل، چې د دې څارنې پر مهال د پخوو خواړو د ویش له لړۍ، د خواړو د کیفیت او کمیت، د پخلنځي د چاپېریال پاکوالی او کارېدونکي لوښي له نږدې وارزول شو او په پای کې اړینې لارښوونې د روزنتون اړوند مسوولینو ته وړاندې شوې.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې یاد روزنتون ته د خوراکي توکي برابرول په ښه توګه روان دي او تر اوسه پورې په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه دی رامنځته شوې.
د یادونې وړ خبره ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي او مرکزي مسوولین په دوامداره توګه له خپلو پروژو څخه څارنه او ارزونه کوي، ترڅو د خدمتونو پر مهال ستونزې رامنځته نه شي او کړنې یې بریالۍ او موثرې وي.