په کاپیسا ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت تصرف شوی ګدام بېرته راوګرځول شو؛

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۹
Ka

له کلونو ځنډ وروسته د کاپیسا ولایت د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند یو باب ګدام بېرته د تصرف څخه خلاص او د یاد شرکت واک ته وسپارل شو.

د کاپیسا ولایت د ارزاقو امارتي شرکت لوی مدیر قاري فریدون مصلح وایي، چې دا ګدام نږدې دوه نیمې لسیزې وړاندې د کرنې ریاست له‌ خوا تر تصرف لاندې ؤ.

نوموړی زیاتوي، چې د ولایت مقام د حکم له مخې؛ د یو باصلاحیته پلاوي په شتون کې دغه ګدام په رسمي ډول وړمه ورځ له کرنې ریاست څخه د ارزاقو امارتي شرکت ته وسپارل شو.

قاري مصلح همداراز وویل، چې د یاد ګدام ټول مساحت له شپږو بسوو څخه زیات دی او د ټولو حقوقي او اداري مراحلو تر بشپړولو وروسته به د تسلیمۍ اسناد هم ترلاسه کړي.

دا لاسته راوړنه او پرمختګ په داسې حال کې تر سره کېږي، چې تېر کال هم د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند ځیني جایدادونه په کونړ او غزني ولایتونو کې له تصرف څخه راخلاص او بېرته د یاد شرکت واک ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د تیر کال مهمې لاسته راوړنې؛

ارزاقو امارتي شرکت تېر کال له څلورو وزارتونو( لوړو زده کړو، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا) سره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد قراردادونه ترسره کړي، چې ټولیز ارزښت یې ۱.۸ م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۳۸
Background image

یولس قلمه خوراکي توکي د پنجشیر پوهنتون ليليې ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو پلانونو او د روان مالي کال د منظور شوي پلان له مخې؛ د تېرې اوونۍ په وروستیو کې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۲۹
Background image

یولس قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د عامې روغتیا امبولانس آمریت ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو فعالیتونو، سوداګریز پلان  او د ۱۴۰۴ مالي کال د تائید شوي پلان له مخې؛ یولس قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست د امبولانس آمریت ته لېږدول شوي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all