د عبدالله بن مسعود دیني جامعې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول
ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو او د ۱۴۰۴ مالي کال د منظور شوي پلان پر بنسټ؛ د هېواد له څلورو کلیدي وزارتونو سره د خوراکي توکو د لېږد او برابرولو تړونونه لري، چې اړونده ادارو ته یې پر ټاکلي وخت رسوي.
په دې توګه د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وویل، چې وړمه ورځ یې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د عبدالله بن مسعود دیني جامعې ته ۱۱ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.
نوموړی زیاتوي؛ چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۴۰۰۰ کیلوګرامه وریجي، ۱۱۴۹.۳۰۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۲۴۴.۸۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۴۰.۸۰۰ کیلوګرامه خام نخود، ۴۰۱.۶۷۰کیلوګرامه بوره، ۲۲.۹۵۰ کیلوګرامه شین چای، ۶۳ کیلوګرامه رُب، ۰.۷۶۵ ګرامه د چای هیل، ۵.۷۵۱ کیلوګرامه میده زیره، ۹.۵۸۵کیلوګرامه د دیګ مساله او ۲۷۵.۷۶۰ کیلوګرامه د خواړه مالګه شامل دي.
عمري وویل، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لوري د کتني پلاوي په شتون کې د نوموړي جامعې اړوند مسوول ته تسلیم شول.همداراز د عبدالله بن مسعود دیني جامعې اداري پلاوي د ارزاقو امارتي شرکت له هڅو مننه کړې او له خدمتونو یې خوښي څرګنده کړې ده.
هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت له هغو ادارو سره، چې د خوراکي توکو په برابرولو او رسولو کې تړونونه لري، د ادارو د غوښتنې پر اساس خام توکي (حبوبات) لېږدوي او د تازه خوراکي توکو لېږد په ورځني ډول ترسره کوي.
