د فراه ولایت د ارزاقو لوی مدیریت؛ د املاکو مدیر
Publish Date
Closing Date
Location
Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan
د دندې عنوان: د فراه ولایت د ارزاقو لوی مدیریت؛ د املاکو مدیر
اداره: ارزاقو امارتي شرکت
بست ۵
د بستونو شمېر: ۱
د بست کوډ : ARZAQ-1404-192
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د بست موقعیت: فراه ولایت
راپور ورکول: د فراه ولایت د ارزاقو لوی مدیر ته
راپور اخیستل: نه لري
د بست د اعلان نېټه : 01/11/1404
د غوښتنلیک وروستۍ نېټه : 15/11/1404
د دندې موخه (لنډیز):
په اړونده نمایندګۍ کې د ارزاقو امارتي شرکت د املاکي چارو تطبیق، تعقیب، همغږي او تنظیم.
د دندې صلاحیتونه او مسؤلیتونه:
الف) مسلکي دندې:
- د نمایندګۍ د کاري پلان او د شرکت د اساسنامې سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول؛
- د اړتیا وړ املاکي دفاترو او فورمه جاتو ترتیبول؛
- د داوطلبۍ او لیلام اعلانونه خپرول، د داوطلبۍ مجالسو تدویر، د آفرونو پرانېستل او ارزونه له اړوندو څانګو سره په ښه همغږۍ توګه؛
- د شرکت د مازادو جایدادونو په کرایه ورکول، په اړوند ولایت کې د عوایدو د لاسته راوړلو په موخه او د طی مراحل شویو اسنادونو لېږل د شرکت مرکز ته د منظورۍ په موخه؛
- د نمایندګۍ د جایدادونو د اسنادو او قراردادونو ترتیبول، بشپړول او شریکول یې له مرکزي اړوندې څانګې سره؛
- د املاکي جایدادونو ثبت د قرارداد په پیل کې او تسلیمول یې حقیقي یا حکمي شخص ته؛
- د نمایندګۍ د جایدادونو ساتنه، حفاظت او په ښه توګه ورڅخه ګټه پورته کول په مرکز او ولسوالیو کې؛
- د املاکي عوایدو راټولول د منعقده شویو قراردادونو سره سم او د دې ډاډ ترلاسه کول، چې عواید پر وخت د شرکت اړوندو بانکي حسابونو ته انتقال شي؛
- د نمایندګۍ د جایدادونو د قراردادونو د پیل او پای په اړه پر وخت اجراات ترسره کول؛
- د پانګونې د جلبولو په موخه د نمایندګۍ د جایدادونو درجهبندي او وېش د سوداګریز موقعیت له مخې.
ب) مدیریتي دندې:
- د ټولو املاکي اسنادو ترتیب او تنظیم تر څو د شرکت د جایدادونو کره احصائیه موجوده وي؛
- د شرکت د جایدادونو اړوند د نافذه قوانینو او مقرراتو تطبیق د شفافیت د رامنځته کولو په موخه؛
- په مرکز ولایت او اړوندو ولسوالیو کې د شرکت د مازاد جایدادونو د کرایې لپاره د اسنادو ترتیب؛
- د ترسره شویو اجرااتو راپور ترتیبول د نمایندګۍ د عمومي مدیریت له تائید وروسته او پر ټاکلي وخت یې مرکزي اړوندې څانګې ته سپارل؛
- د هغو نورو دندو ترسره کول، چې د ارزاقو امارتي شرکت د عمومي مدیر یا اجرائیوي کمېټې له لوري د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د موخو سره سم سپارل کېږي.
ج) د همغږۍ دندې:
- د چارو د لا ښه انسجام او پرمخ بېولو لپاره له اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ تأمینول.
زده کړې، تجربه او اړینې وړتیاوې:
د زده کړې درجه:
• لږ تر لږه د لیسانس سند په اقتصاد، اداره او تجارت، عامه پالیسي، عامه اداره، حقوق او سیاسي علومو یا نورو اړوندو څانګو کې؛
• د ماسټرۍ سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه:
• د لیسانس لرونکو لپاره لږ تر لږه له یو (۱) تر دوو (۲) کلونو پورې اړونده کاري تجربه.
نور مهارتونه:
• په ملي ژبو (پښتو او دري) کې د وینا او لیکنې بشپړ مهارت او په انګلیسي ژبه باندې ښه بلدتیا درلودل.
• د کمپیوټري پروګرامونو لکه Word، Excel، PowerPoint، Outlook، MS Windows او انټرنېټ اړوند پروګرامونو باندې مهارت درلودل.
• د هېواد د نافذه قوانینو باندې بشپړه پوهاوی لکه؛ (د کار قانون، د دولتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نورو باندې) ؛
• له امارتي او غیر امارتي ادارو سره د مسلکي اړیکو د ټینګولو وړتیا.
د نوماندۍ لارښوونې:
• هغه کسان، چې شرایط پوره کوي، کولای شي د خپلې تذکرې رنګه سکن کاپي، خلص سوانح (CV) او تایید شوي تحصیلي اسناد (ډیپلوم/ترانسکرېپټ) د دندې د عنوان او د بست کوډ په ذکر کولو سره د برښنالیک د موضوع (Subject) په برخه کې، د کارکوونکو چارو آمریت برښنالیک ته hr@arzaq.gov.af تر ۱۵/۱۱/۱۴۰۴ نیټې پورې واستوي واستوي:
• له غیر ضروري اسنادو د لېږلو څخه ډډه وشي؛
• ټول اسناد باید د PDF په بڼه، په یو لنډ فایل کې د متقاضي په نوم واستول شي؛
• د بست عنوان باید حتماً د برښنالیک په موضوع کې ذکر شي؛
• یادونه: یوازې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه ونیول شي، چې شارټ لېسټ شوي وي؛
• د نورو معلوماتو لپاره کولای شئ د کارکوونکو چارو آمریت سره د لاندې شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ:
020-2500043