ارزګان ولایت کې، د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انیستیتوت ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د روان مالي کال د منظور شوي پلان له مخې؛ وړمه ورځ د ارزګان ولایت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انیستیتوت ته ۸ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.
د ارزګان ولایت د ارزاقو مدیر اخترمحمد شیرزی وايي، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۱۷۴کیلوګرامه وریجې،۵۴ کیلوګرامه مایع غوړي، ۱۳.۵ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۴۰.۵ کیلوګرامه لوبیا، ۲۰.۲۵ کیلوګرامه بوره، ۱۰.۱۲۵کیلوګرامه وچې شیدې، ۲.۷ کیلوګرامه چای او ۶۷۵ ګرامه د دیګ مساله شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد خوراکي توکي د لړم (عقرب) میاشتې د محصلینو د اړتياوو د پوره کولو په موخه، د انستیتوت اړوند مسوول ته د کتنې پلاوي په شتون کې وسپارل شول.
شیرزي څرګنده کړه، چې خام توکي (لکه حبوبات) په یو ځلي توګه ولېږدول شول؛ خو تازه توکي لکه سبزي، میوه، غوښه او وچه ډوډۍ، چې ۹ قلمه کېږي په ورځني ډول لېږدول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له خوا د خوراکي توکو د لېږد او وېش پروسه د هېواد په کچه د یاد شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
