د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت د اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څارنه وشوه
د سرپل ولایت د ارزاقو مالي او اداري مدیر فضل الدین امید خبر ورکوي، چې تېره ورځ یې په دې ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریت د اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څارنه ترسره کړې ده. نوموړري وویل، چې د یادې څارنې پر مهال د ولایت مقام او د ښار جوړونې ریاست تخنیکي استازي هم شتون درلود.
امید زیاته کړه، چې د دې څارنې اصلي موخه د کار د کیفیت ارزونه او د چارو د ښه والي ډاډ ترلاسه کول و. همدا راز نوموړي څرګندکړه، چې په دې څارنیز بهیر کې یو لړ لازمې سپارښتنې د کار د ښه والي په موخه له قراردادي شرکت سره هم شریکې شوې.
د یادونې وړ ده، چې د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي او ټاکل شوې ده، چې د دریو میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
