د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې ناسته ترسره شوه
د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.
په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیعالله مجروح، د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي سید نیک محمد معتصم، د حقوقي برخې سلاکار او همدارنګه د املاکو، تدارکاتو، مالي، سوداګریزو پراختیا، د کارکوونکو چارو آمرینو او د کنټرول، پلټنې او پلان مدیرانو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د تېرې غونډې د فعالیتونو او د ترسره شویو چارو باندې لنډه ارزونه وشوه. ورپسې د اجنډا له مخې پر نویو موضوعاتو بحث وشو، چې پکې د شرکت اړوند جایدادونو باندې پانګونه، د موجوده تړونونو غځول او نور موصوعات شامل و.
همدارنګه، د یو شمېر ولایتونو په مدیریتي چارو کې د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه بېلابېل وړاندیزونه وړاندې او تر هر اړخیز غور لاندې ونیول شول.
د اجنډا له مخې پر هغو مهمو موضوعاتو تمرکز وشو، چې د شرکت د فعالیتونو د ښه والي او پرمختګ لپاره لومړیتوب ګڼل کېدل. په دې برخه کې د اجرایوي کمېټې له لوري یو شمېر موضوعات تایید او د نورو اړینو مسایلو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د غونډې په پای کې د اجرایوي کمېټې مشر مولوي عبدالرازق رفیع د چارو د لا چټکتیا، د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د ادارو او خلکو اړتیاوو ته پر وخت د ځواب ویلو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ستونزو د حل لپاره عملي او کوټلي ګامونه پورته او د شرکت د خدماتو د لا ښه والي لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
