د ارزاقو امارتي شرکت د درېیو خالي بستونو د ډکولو لپاره آزموینه واخیستل شوه
ارزاقو امارتي شرکت د درېیو خالي بستونو د کورني او بهرني سوداګرۍ لوی مدیریت، انجینري او همدارنګه د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د مالي، اداري او املاکو مدیریت بستونو د ډکولو په موخه آزموینه واخیستل شوه.
یاده آزموینه د ارزاقو امارتي شرکت په جومات کې ترسره شوه، چې پکې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح، د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي سیدنیک محمد معتصم، د شرکت آمرینو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست استازي ګډون درلود او د آزموینې بهیر یې وڅارل.
د آزموینې په پیل کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح د یادو بستونو د اهمیت، د آزموینې د ډول او د پوښتنو د څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې او هغوی ته یې د پروسې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ.
د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو سرپرست آمر ښادي ګل صاحبزاده وویل، چې دغه آزموینه د شرکت د مرکزي دفتر د کورني او بهرني سوداګرۍ او انجینري څلورم بستونو او همدارنګه د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت پورې اړوند د پنځم بست د ډکولو لپاره ترسره شوه. نوموړي زیاته کړه، چې په دغې آزموینه کې ۱۲۲ تنو کسانو ګډون کړي و.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت تل هڅه کوي د آزادې سیالۍ ، رڼو او شفافو آزموینو له لارې مسلکي او وړ کسان پر دندو وګماري.
