د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د لوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره د دغه وزارت په کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي سید نیک محمد معتصم هم شتون درلود.
په پیل کې مولوي عبدالرازق رفیع د ارزاقو امارتي شرکت د فعالیتونو او خدمتونو په اړه د لوړو زده کړو وزیر ته معلومات ورکړل. نوموړي په ځانګړي ډول د هېواد د پوهنتونونو د محصلینو لیلیو ته د خوراکي توکو د برابرولو، لېږد او پر وخت رسولو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د ترسره شویو او روانو فعالیتونو وضاحت وړاندې کړ.
د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع وویل، دغه شرکت هڅه کوي، چې د خپلو امکاناتو په کارولو سره اړوندو ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم ډول برابر او پر ټاکلي وخت یې ورسوي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د پوهنتونونو د محصلینو لیلیو د اړتیاوو د پوره کولو، د خوراکي توکو د منظم برابرولو او پر وخت رسولو په برخه کې د همکاریو پر دوام او پراختیا خبرې وکړې. همدارنګه د اړوندو چارو د لا ښه تنظیم او همغږۍ پر اهمیت ټینګار وشو.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د ارزاقو امارتي شرکت د فعالیتونو او خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د پوهنتونونو د محصلینو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره منظم، پر وخت او باکیفیته خدمتونه مهم دي.
د کتنې په پای کې، دواړو لورو د همکاریو د لا پیاوړتیا او د اړوندو چارو د ښه تنظیم په موخه پر دوامدارې همغږۍ ټینګار وکړ.
