پسرلی د نوي پيل او بدلون موسم؛

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۸:۳۳
Spring

 پسرلی د نوي پيل او بدلون موسم؛

لیکنه: شېرمحمد امیني ستانکزی

پسرلی د کال هغه موسم دی، چې طبیعت ته نوی رنګ ورکوي او د کال پیل له همدې موسم څخه کیږي. دغه زرغون موسم له تودې هوا، د طبیعت له ښکلا او د رنګارنګ ګلانو له خوندورو بویونو سره پیلیږي.

په دې موسم کې انسانان خپل ذهني پلانونه جوړوي او د ژوند نوي هدفونه ټاکي. هر وګړی په دې هڅه کې وي، چې د خوښۍ رنګینې شیبې تازه کړي او د نویو هیلو او موخو سره ځان د پرمختګ لوري ته وباسي.

د پسرلي موسم کې ونې، بوټي او کښتونه شنه کیږي، چې ورسره طبیعت ته ځانګړی ښکلا ور په برخه کوي. له دغو ښکلاوو او تازه هواوو څخه نه یوازې انسانان ګټه اخلي؛ بلکې د هوا مرغان او د ځمکې پر سر حیوانات او خزنده ګان هم خوندور ژوند او نوې انرژی ترلاسه کوي.

پسرلی په ډېریو کلتورونو کې د نوي کال د پیل نښه ګڼل کیږي، چې له نوي ژوند او نويو فرصتونو سره تړاو لري.

دا موسم د مخکنیو ستونزو او ناخوالو تر څنګ د یو نوي فصل پیلامه ده، چې انسانان ته دا فرصت ورکوي، ترڅو خپلې پخوانۍ ستونزې تر شا پرېږدي او د یو نوي ژوند لپاره د ورورګلوي او اخوت دروازې پرانیزي، چې دا د یووالي او د مثبت بدلون په لورې څرګندويي کوي.

پسرلی یوازې د هوا بدلون نه دی؛ بلکې دا د ژوند د بیلابېلو اړخونو لپاره یوه نوی پیل دی. دا موسم د انسانانو لپاره یوه نښه ده، چې باید خپل عمر په خوشحالۍ، مینې او محبت تېر کړي. له کرکو، نفرتونو او بې ځایه تربګنیو څخه لاس واخلي او د سولې او ورورګلوي ژوند ته دوام ورکړي.

یو څرګند حقیقت دا دی، چې د کال څلور موسمونه خپله په طبیعت کې بدلون راولي، نو انسانانو ته هم پکار ده، چې په خپلو ژوندانه کې ستر بدلونونه راولي. باید د هغه څه په لټه کې شي، چې د وطن او ولس په خیر او ګټه وي، خپلې هڅې په نوي هدف او پلان سره پیل کړي، ترڅو په هېواد کې د سمسورتیا او پرمختګ لامل وګرځي.

راځئ د پسرلي له دې موسم څخه داسې ګټه پورته کړو، چې د نفرتونو ځای د مینې او ورورګلوي په زړونو کې ځای ناستي شي. دې موسم ته د یو نوي ژوند په توګه وګورو، تر څو راتلونکي نسلونه زموږ په یووالي و ویاړي او زموږ تلوونکو کسانو ته دعاګانې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح کوله.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د مرکه یي آزموینې بهیر ترسره شو

د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي دفتر د دوو څلورم بستونو او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه. د یادې آزموینې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۳۱
Background image

د پروان او کونړ پوهنتونونو لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د پروان پوهنتون او د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیو ته خوراکي توکي لېږدولي دي.

د ورکړل شوو. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all