د هرات ولایت ملا علي القاري الهروي جامعې ته لس قلم خوراکي توکي ولېږدول شول
ارزاقو امارتي شرکت د خپلو خدمتونو د پراختیا او سوداګریز پلان له مخې؛ د هرات ولایت ملا علي القاري الهروي جامعې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
د هرات ولایت د ارزاقو لوی مدیریت د مالي او اداري مدیر حفیظ الله سلطاني د معلوماتو له مخې؛ په دغو توکو کې غوړي، وریجې، لوبیا، شین چای او نور اړین خوراکي مواد شامل دي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد توکي د کتونکي پلاوي په شتون کې د ملا علي القاري الهروي جامعې اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت له خپلو ګدامونو څخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته خوراکي توکي لېږدوي او اړوندو نمایندګیو ته یې سپاري او وروسته د ادارو د اړتیاوو او غوښتنو له مخې د ولایتي مدیریتونو له لوري ورسول کېږي.
