د زابل ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو اړوند روزنتون څخه څارنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۳۰
Zab

د زابل ولایت د ارزاقو مالي او اداري مدیر ښاغلي عبدالمالک مصلح، وايي چې نن ورځ د ارزاقو لوی مدیر مولوي نعمت الله مبرور د کار او ټولنیزو چارو اړوند روزنتون څخه څارنه وکړه. نوموړي وویل، چې دا څارنه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د یاد روزنتون زده کوونکو لپاره پخلی او د خوړو د وېش لړۍ روانه وه.

ښاغلي مصلح زیاته کړه، د زابل ولایت د ارزاقو مدیریت په دوامداره توګه د شرکت له پروژو څارنه او ارزونه کوي، ترڅو د پروژو تطبیق په سمه توګه عملي شي او کومه ستونزه رامنځته نه شي.

همدارنګه ښاغلي مصلح وویل، چې د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو اړوند روزنتون آمر ملا شفيع الله اخند سره د قرارداد په ځانګړتیاوو او نورو مسایلو هم خبرې وشوې.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون آمر د ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د لېږد پروسې څخه خوښ او رضایت لري.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو له مخې؛ امارتي او خصوصي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي برابرولو او لیږدونې پروژه پر مخ وړي، چې په دې پروژه کې د زابل ولایت روزنتون هم شامل دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد د ۳۳ ولایتونو، د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د مدیریتي چارو د ښه والي په موخه د شرکت د غونډو په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۲
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د البیروني پوهنتون لیلیې ته ۵ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې ته د اړتیا وړ پنځه قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۳۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي نیک محمد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all