د ارزاقو امارتي شرکت له لوري اته قلمه خوراکي توکي د بلخ ولایت عامې روغتیا ته ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۱۳
Balkh

د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي ‌یار وایي، چې تېره ورځ یې اته قلمه خوراکي توکي د دې ولایت عامې روغتیا ریاست ته  لېږدولي دي.

نوموړی زیاتوي چې، په دې خوراکي توکو کې ۹۹۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۲۱۸۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۴۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۵۰ کیلوګرامه رُب، ۶۸۰ کیلوګرامه ممیز(کشمش)، ۳۸۰ کیلوګرامه میده بوره، ۱۵ کیلوګرامه د دیګ مصاله او ۸۶۸ کیلوګرامه اعلی درجه بسکویت شامل دي، چې د کتنې پلاوي په شتون او د ټاکل شویو معیارونو سره سم د اړوندې برخې مسوول ته تسلیم شول.

مهدي ‌یار ډاډ څرګند کړ، چې  د بلخ ولایت د عامې روغتیا مسوولین د خوراکي توکو د لېږد له پروسې خوښي څرګندوي او د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو تود هرکلی کوي.

د یادونې وړ ده، چې د خوراکي توکو د لېږد، وېش او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو له‌ خوا په ټولو ولایتونو کې په دوامداره توګه ارزول کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د کاپیسا البیروني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر قاري فریدون مصلح وویل، چې وړمه ورځ د دې ولایت د پوهنتون  لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لېږدولي او د پوهنتون اړوند مسوول ته یې سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۱۴
Background image

د سرپل ولایت د ارزاقو اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو لیدنه وشوه

د سرپل د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضل‌الدین امید وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو مدیریت د نوي اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه لیدنه او څارنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ودانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴
Background image

د بامیانو د ارزاقو مدیر د دې ولایت د عامې روغتیا له رییس سره وکتل

د بامیانو ولایت د ارزاقو لوی مدیر نعمت الله رحمتي خبر ورکوي، چې نن ورځ یې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رییس سره لیدنه کړې ده.

نوموړي څرګنده کړه، چې په دې کتنه کې د روږدو کسانو د درملنې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all