د غور ولایت د پوهنې ریاست اړوند دارالعلوم ته ۸ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي ولېږدول شول
د غور ولایت د ارزاقو مدیر عبدالخالق خالقیار وویل، چې د پوهنې ریاست اړوند امام ابوحنیفه دارالعلوم ته ۸ قلمه اړین خوراکي او غیرخوراکي توکي لېږدولی دي او د کتني پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته وسپارل شول.
نوموړي څرګندوي، چې یاد خوراکي توکي د دارالعلوم د مسوول د غوښتنې په اساس لېږدولي دي، چې په کې ۵۵۶ کیلوګرامه لومړۍ درجه وریجې، ۱۸۲ کیلوګرامه غوړي، ۲۰۸ کیلوګرامه لوبیا، ۵۲ کیلو ګرامه رُب، ۲۶ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۲.۶ کیلوګرامه لومړۍ درجه شین چای شامل دي.
نوموړيز زیاته کړه، چې د دغو خوراکي توکو ترڅنګ دوه قلمه غیرخوراکي توکي لکه؛ ۲۶ کیلوګرامه د لوښو مینځلو مایع او یو ګُرز اور لګیت هم شامل دي او یاد دارالعلوم ته ولېږدول شول.
د یو بل خبر له مخې؛ د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر له مرکزي روزنتون څخه څارنه وکړه.
د میدان وردګو ولایت د ارزاقو لوی مدیر شمسالدین اکبر وایي، چې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند مرکزي روزنتون کې د زدهکوونکو لپاره د غرمنۍ ډوډۍ د وېش بهیر وڅاره.
نوموړي د څارنې موخه د خدمتونو د کیفیت لوړول او کاري ښه والی رامنځته کول یاد کړ. هغه زیاته کړه، چې د پخلي په برخه کې آشپزانو ته لازمې سپارښتنې هم ورکړل شوې.
هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو کې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د برابرولو او څارنې بهیر په مرکز او ولایتونو کې چټک شوی او دغه بنسټیز خدمتونه د ادارو له خوا ستایل شوي هم دي.
