د کونړ سید جمال الدین پوهنتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د کونړ د ارزاقو مدیر کریم خان کلیوال وویل، چې د تیرې ورځ یې د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لیږدولي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، د خواړو مالګه، شین چای او نور شامل دي او د کتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.
هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام؛ د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو ادارو سره د شویو قراردادونو له مخې، خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.
