ارزاقو امارتي شرکت د آسیا څلور پوړیز سوداګریز مارکیټ له قراردادي شخص څخه ترلاسه کړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۵
Mark

ارزاقو امارتي شرکت، د نشراتو مدیریت،  

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو شته جایدادونو او سوداګریزو مارکیټونو د سم مدیریت له لارې توانېدلی، چې د عوایدو د کچې په لوړولو او هېوادوالو ته د کاري زمینو په برابرولو کې مهم او اغېزناک ګامونه پورته کړي.

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي سیدنیک محمد معتصم وویل، چې د شرکت له جایدادونو او شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه نه یوازې د شرکت په عوایدو کې زیاتوالی راولي؛ بلکې خلکو ته د کار، سوداګرۍ او هوساینې مناسب فرصتونه هم برابروي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تېر نظام په لومړنیو کلونو کې د ارزاقو شرکت د کارکوونکو د هڅو په پایله کې د دغه شرکت سوداګریز مارکیټ د مشارکتي تړون په ډول جوړ او قراردادی شخص ته ورکړل شوی ؤ.

مولوي معتصم وویل، چې د آسیا سوداګریز مارکیټ وړمه ورځ د قراردادي شخص څخه د ګډو ادارو د پلاوو تر څار لاندې په رسمي ډول د شرکت د املاکو آمریت ته وسپارل شو.

مولوي معتصم څرګنده کړه، چې له دې وروسته به د یاد مارکیټ د هټیوالو څخه د عوایدو راټولولو بشپړ مسوولیت د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو او مالي آمریتونو پر غاړه وي، چې دا چاره به د شرکت د عوایدو په لوړولو او د مالي چارو په لا منظمېدو کې مهم رول ولوبوي.

د املاکو آمریت د معلوماتو له مخې؛ دغه څلور پوړیز سوداګریز مارکیټ چې د ۹۶۰ متره مربع ځمکې پر سر جوړ شوی، په لومړي پوړ کې د الکترونیکي وسایلو پلورنځي، په دویم او درېیم پوړونو کې د الکترونیکي وسایلو د ترمیم مرکزونه او په څلورم پوړ کې یو باب هوټل شتون لري.

د یادونې وړ ده، چې په آسیا سوداګریز مارکیټ کې کابو ۱۸۰ بابه هټۍ او غرفې شته دي، چې دا مهال د سوداګرۍ او کاروبار په موخه ترې ګټه اخیستل کېږي او لسګونو هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د کاپیسا البیروني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر قاري فریدون مصلح وویل، چې وړمه ورځ د دې ولایت د پوهنتون  لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لېږدولي او د پوهنتون اړوند مسوول ته یې سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۱۴
Background image

د سرپل ولایت د ارزاقو اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو لیدنه وشوه

د سرپل د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضل‌الدین امید وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو مدیریت د نوي اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه لیدنه او څارنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ودانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴
Background image

د بامیانو د ارزاقو مدیر د دې ولایت د عامې روغتیا له رییس سره وکتل

د بامیانو ولایت د ارزاقو لوی مدیر نعمت الله رحمتي خبر ورکوي، چې نن ورځ یې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رییس سره لیدنه کړې ده.

نوموړي څرګنده کړه، چې په دې کتنه کې د روږدو کسانو د درملنې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all