د میدان وردګو ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د روزنتون د خوړو بهیر وڅارل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۲:۴۰
Wardak

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلی سید شمس‌الدین اکبر د کار او ټولنیزو چارو اړوند روزنتون د خوراکي توکو د وېش بهیر له نږدې وڅارل. په دې څارنه کې د روزنتون آمر مولوي نعمت‌الله او د تدارکاتو مدیر صالح محمد هم شتون درلود.

ښاغلي اکبر وویل، چې د څارنې پر مهال یې د خوراکي توکو د ویش بهیر، د خوړو کیفیت او کمیت د پخلنځي پاکوالی، د آشپزانو یونیفورم او همدارنګه د خامو او پخو توکو وضعیت یې و ارزول.

نوموړي زیاته کړه، چې د یاد روزنتون د پروژوي چارو د ښه تطبیق، د شته وو ستونزو د هوارۍ او د لا زیاتې آسانتیاوو لپاره اړینې سپارښتنې او د همکاریو ډاډ ورکړل شو.

په دې لیدنه کې د ارزاقو لوی مدیر له تدارکاتو مدیر صالح محمد سره د قرارداد پر جزئیاتو بحث وکړ او هغو مواردو ته، چې څرګندونو ته اړتیا لرله قناعت‌ بښونکي وضاحت ورکړل شو.

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مسوولین وايي، چې دا څارنه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د ارزاقو مدیریت د یاد شرکت د پروژو څارنه او ارزونه په دوامداره توګه تر سره کوي، تر څو د تطبیق په بهیر کې ستونزې او تشې رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all