د هلمند او سمنګان د ارزاقو مدیرانو د خپلو اړوندو ولایتونو له روزنتونونو څخه څارنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۵۱
office

د هلمند ولایت د ارزاقو مدیر مولوي قدرت‌الله معصوم وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د احمد ابن حبان بُستي روزنتون څخه یې څارنه او ارزونه ترسره کړې ده.

د نوموړي په وینا؛ د څارنې پر مهال د روزنتون د پخلنځي چارې او د خوړو د چمتو کولو بهیر په داسې حال کې وارزول شو، چې ماشومانو ته د غرمې د خوړو د وېش لړۍ روانه وه. هغه زیاته کړه، چې د خوړو د کیفیت او کمیت له پلوه کومه ستونزه نه وه موجوده او د روزنتون مسوولین د شرکت له خدماتو څخه خوښ و.

بل لور ته؛ د سمنګان ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز هم خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یې د هلکانو او نجونو د روزنتونونو چارې له نږدې څارلي او ارزولي دي. نوموړي همداراز د روزنتون له آمر سره د خوراکي توکو د لېږد، تنظیم او د پروژو د لا ښه والي په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت د مالي او اداري مدیر فضل‌الدین امید هم د خپل ولایت اړوند روزنتون څخه څارنه او ارزونه کړې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all