د ارزاقو امارتي شرکت اونیزه اداري غونډه جوړه شوه؛

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۴
Meeting

په کاري برخو کې پرمختګ، د ستونزو د حل، د شرکت د غوره فعالیتونو او چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه اداري غونډه جوړه شوه، چې مشري يې د ارزاقو امارتي شرکت اجراٸيوي ریيس ښاغلي مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت مالي او اداري چارو رييس مولوي مطیع الله مجروح او د سوداکریزو چارو د پرمختیا رییس محمدامین صاحبزاده په کډون؛ د نوموړي شرکت آمرينو او مديرانو هم ګډون کړى وو.

غونډه د سپيڅلي قرآن په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه. وروسته د تېرې غونډې او د اداري چارو پر فعالیتونو او لاسته راغلو نتايجو خبرې وشوې.

په غونډه کې د مالي، سوداګريزو پرمختيا، د پروژو د تطبیق، د املاکو، د کارکوونکو چارو آمرينو او مديرانو په ترتيب سره خپل راپورونه، نظرونه د غونډې له برخوالو سره شريک او د چارو د پرمختګ په برخه کې يو لړ وړانديزونه د شرکت مشرتابه ته وړاندې شول.

د ارزاقو امارتي شرکت اجراٸيوي رییس مولوي عبدالرازق رفيع ټولو کارکوونکو ته په چارو کې د لا پرمختګ غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه، چې د شرکت د بنسټیزو خدماتو او چوپړتیاو د وړاندې کولو ترڅنګ د روڼتیا رامنځته کول او ولس ته د شرکت چارې د خوښۍ وړ ګرځول زموږ له موخو څخه دي.

همدارنګه ښاغلي رفيع د راتلونکي کال د کاري پلان او فعالیتونو په څرنګوالي مفصلې خبرې هم وکړې.

په یاده غونډه کې د شرکت اداري چارو پر آسانتیاوو او مراجعینو ته د سهولتونو په رامنځته کولو یو لړ پرېکړې، غوښتنې او وړاندیزونه وشول.

غونډه د مالي او اداري چارو د رییس مولوي مطیع الله مجروح په دعایي لوستلو پای ته ورسېده.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all