ارزاقو امارتي شرکت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انیستیتوت ته ۱۷ قلمه خوراکي توکي لېږدولي
د بادغیس ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان یوسفي خبر ورکوي، چې وړمه ورځ یې د شرکت د بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انستیتوت ته ۱۷ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد توکي د کتنې پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته په رسمي ډول وسپارل شول.
د هغه په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې وریجې، لوبیا، وچې شیدې، شین چای، بوره، غوړي، مکروني، نخود، د دیګ مساله او نور اړین مواد شامل دي.
د ویلو ده، چې د خوراکی توکو د لېږد او څارنې بهیر په ټول هیواد کې د ارزاقو امارتي شرکت او په ولایتونو کې د نوموړي شرکت د ولایتي مدیریتونو له خوا په دوامداره توګه ترسره کېږي.
