د کونړ او نورستان ولایتونو د معتادینو د درملنې روغتونونو او د نورستان پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۲
N

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کونړ او نورستان ولایتونو د معتادینو د درملنې روغتونونو او د نورستان پوهنتون لیلیې ته د اړتیا وړ بېلابېل خوراکي توکي ولېږدول.

د شرکت د پروژو د تطبیق آمریت اړوند د ولایتي پروژو د تطبیق مدیر محمد زاهد اکبر وویل، چې د کونړ او نورستان ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند د معتادینو د درملنې روغتونونو ته ۱۵ قلمه او د نورستان پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، دغه خوراکي توکي د درېیو میاشتو اړتیاوو د پوره کولو او د اړوندو ادارو د غوښتنې پر بنسټ برابر او لېږدول شوي، چې پکې وریجې، غوړي، لوبیا، نخود، شین چای، بوره، مالګه او نور اړین لومړني خوراکي مواد شامل دي.

اکبر زیاته کړه، یاد توکي د شرکت له مرکزي ګدامونو څخه بار او د کونړ ولایت د ارزاقو مدیریت ته تر سپارلو وروسته، د نورستان ولایت د معتادینو د درملنې روغتون او د پوهنتون لیلیې ته انتقال او د کتونکي پلاوي په شتون کې اړوندو ادارو ته په رسمي ډول وسپارل شول.

د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین وایي، دغه شرکت هڅه کوي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي ادارو ته، چې ورسره تړونونه لري، د اړتیا وړ خوراکي توکي پر وخت او د لوړ کیفیت له معیارونو سره سم برابر او ولېږدوي، ترڅو د خدمتونو د دوام او د ادارو اړتیاوې پوره کړي.

ارزاقو امارتي شرکت ژمن دی، چې د خپلو خدمتونو د پراختیا، د خوراکي توکو د منظمې رسونې او د دولتي ادارو د اړتیاوو د پر وخت پوره کولو لپاره به خپلو فعالیتونو ته لا پراختیا ورکړي او د هېواد په کچه د باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو بهیر به په دوامداره توګه پر مخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوی رییس د ختیځ زون ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې سه‌ شنبې په ورځ د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ختیځ زون ولایتونو ته سفر وکړ او د شرکت د اداري چارو، سوداګریزو جایدادونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس د آسیا سوداګریز مارکېټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي سید نیک محمد معتصم وړمه ورځ د شرکت اړوند د آسیا سوداګریز مارکېټ له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته وړمه ورځ د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all