د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر له روزنتون څخه څارنه وکړه؛

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۳۳
Balkh

د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیرمحمد کاظم مهدي یار وړمه ورځ په دې ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو اړوند روزنتون زده کوونکو ته د پخلي او ډوډۍ د برابرولو او وېش پر مهال څارنه وکړه. هغه څرګنده کړه چې د ارزاقو مدیریت له مهمو مسوولیتونو یو هم د پروژو ښه تطبیق، په کاري برخو کې د خلاوو ډکول او څارنه ده، چې دا کار د ادارو د رضایت او پرمختګ لامل ګرځي.

محمدکاظم مهدي یار زیاته کړه، چې په دې ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت له پروژو پر مداوم ډول څارنه او نظارت کیږي، ترڅو په دې برخه کې کومه ستونزه رامنځته نه شي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو روزنتون ته د ۲۱۰ تنو نجونو او هلکانو لپاره په وخت او ښه کیفیت د غبرګولي میاشتې راهیسې د کال ترپای پورې د اړتیا وړ خوراکي توکي برابر وي.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو له مخې دولتي او نادولتي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي د برابرولو او لیږد پروژه پر مخ وړي، چې د بلخ ولایت په ګډون؛ د هېواد ټولو ولایتونو روزنتونونه هم په دې پروژه کې شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all