د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
W

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله رحمتي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې نن ورځ یاد روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي، چې ۱۲۷ کیلو ګرامه وریجې، ۵۸.۵ کیلوګرامه غوړي، ۶ کیلوګرامه آیوډین لرونکي مالګه، ۱۶.۸ کیلوګرامه د رومیو رُب، ۲۸.۷ کیلوګرامه بوره، ۳۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۶ کیلوګرامه وچې شیدې، ۷.۶ کیلوګرامه شین چای، ۳۴.۹ کیلوګرامه پیاز،۷۴۰ دانې هګۍ او ۷۵ کیلوګرامه کچالو شامل دي، لېږدولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد توکي د کتني پلاوي په شتون کې د یاد روغتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د ترسره شویو تړونونو له مخې، د هېواد په کچه د پوهنتونونو لیلیو او یو شمېر نورو امارتي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all