د ملکیت د کرایې داوطلبۍ خبرتیا؛

org_admin
T

Publish Date

Closing Date

Location سلیم کاروان، احمد شاه بابا مېنه پروژه، دولسمه ناحیه، د کابل ښار؛

د ارزاقو امارتي شرکت غواړي یو باب مغازه (چې ترمیم ته اړتیا لري) د سلیم کاروان، احمد شاه بابا مېنه پروژه، دولسمه ناحیه، د کابل ښار په سیمه کې موقعیت لړی، د میاشتني ۵۵,۰۰۰ افغانیو په کرایه ورکړي.

شرایط او جزئیات:

  1. د ګډون وړ کسان: هغه افراد او شرکتونه چې دې ملکیت ته اړتیا ولري او له یاد شوي کرایې زیاتې پیسې ورکولو ته تیار وي، کولی شي په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
  2. د غوښتنلیکونو سپارل: غوښتنلیکونه باید تر دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې وروسته تر ۱۴ ورځو پورې د اماراتي ارزاق شرکت د ملکیتونو مدیریت (د سیلو مرکز ته نږدې) ته وسپارل شي.
  3. په داوطلبۍ کې ګډون: ټول غوښتونکي باید په ټاکلي ځای کې د داوطلبۍ په ورځ په خپله حضور ولري.
  4. د شرطنامې ترلاسه کول: د داوطلبۍ شرطنامه د ټاکلې غیرقابل بېرته ورکولو فیس په بدل کې ترلاسه کېدای شي.
  5. نغدي تضمین: په داوطلبۍ کې د ګډون لپاره د نغدي تضمین وړاندې کول اړین دي.

یادونه: د نورو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولی شي د شرکت دفتر ته کابل ښار، د مرکزي سیلو تر څنګه د ارزاقو امارتي شرکت مراجعه وکړي.

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۱۲ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

 د داوطلبۍ خبرتیا؛

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو مرکزي او ولایتي دفترونو لپاره (۹) قلمه ټکنالوژیکي وسایلو( کمپیوټر، پرنټر او ...) ته اړتیا لري.  په دې توګه له ټولو هغه . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۲۹ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د مزایدې/ داوطلبۍ خبرتیا

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې خپل اړوند جایداد څخه یو باب لوی سالون، چې درې خونې، دوه دهلیزونه او یو پخلنځی په کې شامل دي، د مرکزي سیلو مخې ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۵۳ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ/مزایدې خبرتیا

د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې خپل اړوند جایداد، چې د مقر ولسوالۍ په بازار کې د ۴۹۲۱ مربع متره ځمکې پر سر موقعیت لري. ۳۳.۵ بابه هټۍ او یو باب ګدام پکې شامل دي، د . . .

Back to tenders