د ارزاقو امارتي شرکت تاریخچه؛

افغانستان د آسیا په وچه کې پروت غرنی او کرنیز هېواد دی، چې د کرنیزو حاصلاتو او خوراکي توکو په رواجولو کې ځانګړی شهرت لري او د هېواد ډېری وګړي له کرنې او مالدارۍ سره بوخت دي.

له پخوا زمانو څخه افغانستان د غلو او دانو د ساتنې ځانګړې وړتیا لرله. د آریانا ستر امپراطور کنشکا په زمانه کې په غرونو کې د غنمو ګدامونه جوړ شول، چې وروسته نورو واکمنانو هم له دې الهام واخیست او د غلو دانو د ساتنې لپاره یې ګدامونه جوړ کړل.

د وخت په تېرېدو او د بېلابېلو دورو له بدلون سره د کرکیلې ځمکې او پخواني ګدامونه له منځه ولاړل؛ خو د لوی احمدشاه بابا په واکمنۍ کې بیا له سره د غلو او دانو د ساتنې ځایونه جوړ او کرنې ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

د دویمې نړيوالې جګړې وروسته  د غلو او دانو د برابرولو او وېش لپاره د ۱۳۱۶ کال په ترڅ کې د (غله‌دانې د برابرولو مدیریت) جوړ شو. دا اداره د غلو او دانو وېش د کورنیو سرچینو له لارې د وریجو او غوړیو او له بهرنیو سرچینو د چای او بورې برابرولو مسوولیت درلود.

په ۱۳۳۲ کال کې دا اداره (د ارزاقو د برابرولو ریاست) په نوم ونومول شوه او په ۱۳۳۳ کال کې یې فعالیت پیل کړ.

له دې سره د سیلو لومړنۍ عصري ودانۍ جوړه شوه، چې ۲۰ زره ټنه د غنمو د زېرمه کولو ظرفیت یې درلوداو وروسته دوه نورې ودانۍ هم جوړې شوې، چې ټولټال ظرفیت یې ۵۰ زره ټنو ته ورسېد.

په ۱۳۴۳ کال کې دا ریاست (د ارزاقو او عامه اړتیاوو ادارې) ته  نوم یې واوښت  او په ۱۳۴۶ کال کې یې د (افغانستان د ارزاقو مؤسسه) په نوم نوی فعالیت پیل کړ. دې مؤسسې په ۱۳۴۹ کال کې دویمه ژرنده هم جوړه کړه او د پلخمري، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې د سیلوګانې ودانۍ جوړې کړې.

په ۱۳۴۷ کال کې د کوپونونو له لارې د خوراکي توکو وېش ازمایښتي ډول پیل شو او په ۱۳۵۴ کال کې دا لړۍ ولایاتو ته هم وغځېده. د ارزاقو تصدۍ اساسنامه په سوداګریزو او خدماتي برخو ولاړه وه، چې له کورنیو او بهرنیو سرچینو د توکو برابرول او خلکو ته عرضه کول پکې شامل وو.

وروسته د شرکتونو د قانون له نافذېدو سره  دغه تصدي د حقوقي شخصیت په بدلېدو دولتي شرکت شو.  په کال ۱۵/۱۱/۱۳۹۸د جمهوري ریاست د (۲۸)ګڼې د فرمان پر بنسټ، د ملي پراختیا له نوي تأسیس شوي شرکت سره یو ځای شو، خو بیا وروسته د ولسمشرۍ د بل  (۴۹۸۸) ګڼه د ۱۸/۱۱/۱۳۹۹نېټې فرمان سره سم بېرته خپلواک شو او نوې اساسنامه یې تایید شوه.

په ۱۴۰۰ کال کې، د ارزاقو دولتي شرکت د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا د پوهنتونونو د لیلیو د خوراکي توکو اکمال لپاره قراردادونه تر لاسه کړل. همداراز یې د دفاع، کورنیو چارو، پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو ته د خوراکي توکو د برابرولو تړونونه ترلاسه کړل.

له سیاسي بدلون وروسته په ۱۴۰۱ مالي کال کې دا شرکت د ارزاقو امارتي شرکت په نوم ونومول شو. دا مهال له څلورو ادارو سره د خوراکي توکو د رسولو او برابرولو قراردادونه لري. همداراز د خپلو شته جایدادونو او ګدامونو له لارې عواید هم ترلاسه کوي، چې د سوداګریز پلان له مخې دا جایدادونه په کرایه یا قرارداد ورکړل شوي دي.

د ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د قراردادونو مجموعي ارزښت نږدې درې میلیارده افغانۍ اټکل شوې، چې عملي تطبیق یې دوام لري.