د زابل ولایت ولایتي روغتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۳:۱۱
off

د زابل ولایت د ارزاقو مالي او اداري مدیر عبدالمالک مصلح په یوه رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي، د دې ولایت ولایتي روغتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په یادو خوراکي توکو کې ۸۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۳۸۰ کیلوګرامه لوبیا، ۳۸۰ کیلوګرامه نخود، ۲۶۰ کیلوګرامه بوره، ۴۲۰ لیتره مایع غوړي، ۸۵ کیلوګرامه شین چای، ۳۰ کیلوګرامه تور چای، ۷۰ کیلوګرامه د خواړه مالګه، ۲۴۰ کیلوګرامه شیدې او ۱۰ کیلوګرامه زیره شامل دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لوري د کتنې پلاوو په شتون کې د زابل ولایت ولایتي روغتون اړوند مسوول ته تسلیم شول.

هېره دې نه وي، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام د هېواد پوهنتونونو، روغتونونو، روزنتونونو، وړکتونونو او دارالعلومونو ته د خوراکي توکو لېږد په منظم ډول ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all