د ارزاقو امارتي شرکت آسیا سوداګریز مارکېټ؛ د سوداګرۍ او اقتصادي ودې مهم مرکز

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۴۲
A

  د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د ارزاقو امارتي شرکت آسیا سوداګریز مارکېټ، چې د هېواد په پلازمېنه کابل ښار د میرویس میدان(کوټي سنګي) په سیمه کې موقعیت لري، د دغه شرکت له مهمو سوداګریزو شتمنیو څخه ګڼل کېږي او د عوایدو د زیاتوالي، د شتمنیو د اغېزمنې استفادې او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري.

دغه څلورپوړیز سوداګریز مارکېټ، چې د ۹۶۰ متره مربع ځمکې پر سر جوړ شوی، په بېلابېلو برخو کې سوداګریز او خدماتي فعالیتونه ترسره کوي.

اوسمهال د مارکېټ په لومړي پوړ کې د الکترونیکي وسایلو پلورنځي، په دویم او درېیم پوړونو کې د یادو وسایلو د ترمیم او تخنیکي خدمتونو مرکزونه او په څلورم پوړ کې یو هوټل فعالیت کوي.

د شرکت د مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ په دغه سوداګریز مارکېټ کې شاوخوا ۱۸۰ هټۍ او غرفې شتون لري، چې د سوداګرۍ، کاروبار او بېلابېلو اقتصادي فعالیتونو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

ارزاقو امارتي شرکت د روان کال په اوږدو کې د یاد مارکېټ مدیریتي چارې په خپل لاس کې اخیستې او د غوره مدیریت له لارې یې د دې سوداګریزې شتمنۍ د ښه تنظیم او اغېزمنې استفادې په موخه عملي ګامونه پورته کړي دي.

همدارنګه د مارکېټ د هغو برخو د بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وخت په تېرېدو زیانمنې شوې وې. سربېره پر دې، د ودانۍ په ظاهري بڼه کې د پام وړ بدلونونه راوستل شوي او د سوداګرو، هټیوالو او پېرودونکو لپاره مناسب او معیاري سوداګریز چاپېریال برابر شوی دی.

دغه مارکېټ نه یوازې د شرکت د عوایدو یوه مهمه سرچینه ده؛ بلکې د سلګونو هېوادوالو لپاره یې د کار، سوداګرۍ او عوایدو ترلاسه کولو زمینه هم برابره کړې ده.

ارزاقو امارتي شرکت هڅه کوي، چې د خپلو سوداګریزو شتمنیو او جایدادونو د غوره مدیریت، د بنسټیزو خدمتونو د پراختیا او د سوداګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا له لارې د عوایدو کچه لوړه، اقتصادي فعالیتونه پراخ او هېوادوالو ته د کار او پانګونې فرصتونه لا زیات کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۵۸
Background image

د کاپیسا البیروني پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته دیارلس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر قاري فریدون مصلح په رالیږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې وړمه ورځ د دې ولایت د پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته دیارلس قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۴۹
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د هرات ولایت د ارزاقو مدیر قاري نعمت الله نایب په رالیږي معلوماتو کې ویلي ، ۱۳ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي د دې ولایت د پوهنتون تدریسي روغتون ته لېږدولي دي . د نوموړي په وینا؛ یاد توکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۴۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت آسیا سوداګریز مارکېټ؛ د سوداګرۍ او اقتصادي ودې مهم مرکز

  د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د ارزاقو امارتي شرکت آسیا سوداګریز مارکېټ، چې د هېواد په پلازمېنه کابل ښار د میرویس میدان(کوټي سنګي) په سیمه کې موقعیت لري، د دغه شرکت له. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all