د ارزاقو امارتي شرکت په جایداد باندې د پانګې اچونې د داوطلبۍ خبرتیا !

org_admin
Ivest

Publish Date

Closing Date

Location پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې  د عامه او خصوصي مشارکت د قانون سره سم د خپل اړوند ۸۰۰۰ متر مربع جایداد، چې د کندز ولایت د امام صاحب په بندرکې موقعیت لري، د یوه عصري پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ د عامه او خصوصي مشارکت له لارې جوړ کړي.

اشخاص او شرکتونه، چې د شرایطو وړ وي او غواړي، چې په یاد ملکیت کې پانګونې وکړي، خپلې طرحې او پروپوزل د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) د قانون له مخې؛ د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر ۲۸ ورځو پورې، د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته، چې د کابل ښار د درېیمې ناحیې د مرکزي سیلو تر څنګ موقعیت او يا د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي مدیریت ته، چې د کندز ولایت د ښار  په ۴ ناحیې کې موقعیت لري  وسپاري.

د شرطپاڼې کاپي د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه او د طرحو د څېړنې او ارزونې وروسته تضمین په نقدي توګه اخیستل کېږي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولی شي¸چې په 2510649 ـ 020  شمېرې اړیکه ونیسي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۹ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند یو باب هنګر، چې د سانچارک ولسوالۍ کې موقعیت لري، مخکې د داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل شوی و. د یادې داوطلبۍ ناسته د غويي یا ثور په ۲۱ مه د ارزاقو لوی . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۰ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د مزایدې / داوطلبۍ خبرتیا!

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خیرخانې مېنې د قلعه نجارا د دویم نمبر وړکتون ترڅنګ موقعیت لرونکې د خپل اړوند جایداد یو جریب سپینه ځمکه په میاشتني ډول د (۱۲۲۰۰) افغانیو باندې په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۷ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د پکتیا ولایت ارزاقو مدیریت په پام کې لري، چې خپل اړوند ملکیت دوه بابه ودانۍ له یو جریب ساحې سره، چې د ګردیز ښار مستوفیت سوېل لوری ته موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي. . . .

Back to tenders