د دواطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د ارزاقو امارتی شرکت د پکتیا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند د سوي ګدام ساحه، چې څلور نیم جریبه (۴.۵) سپینه ځمکه ده، د ګردیز ښار د مستوفیت په سوېل (جنوب) لوري کې موقعیت لري او د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.
هغه شرکتونه، ادارې او اشخاص، چې د داوطلبۍ شرایط پوره او غواړي یاد ملکیت په کرایه ونیسي. نو کولای شي خپل غوښتنلیکونه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) کاري ورځو پورې د پکتیا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته وسپاري.
د داوطلبۍ شرطپاڼه د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه او غوښتونکي مکلف دي، چې د داوطلبۍ په ورځ حاضر واوسي.
غوښتونکي کولای شي، د لازیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د پکتیا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت سره په لاندې شمېره اړیکه ونیسي: ۰۷۷۷۸۱۷۰۹۹
